Politicsافغانستاندریلغمان

لغمان کې د نږدې ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې… — Bakhtar

در حال تکمیلPoliticsلغمان1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-15 19:32:03🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د لغمان ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي ریاست لپاره د نږدې ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د نوې اداري ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوې. د یاد ریاست د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي امر انجنیر عبیدالله الکوزي باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، چې دغه ودانۍ به د ځمکني پوړ ترڅنګ په دوو پوړونو کې د ۱۲ میلیونه ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت د یاد ریاست له بودجې څخه جوړه شي.د نوموړي په وینا، په دې ودانۍ کې به ۱۰ اداري خونې، تشنابونه او نور اړین ملحقات شامل وي او ټاکل شوې د جوړولو چارې یې د لسو میاشتو په موده کې بشپړې شي.هغه زیاته کړه، چې د پېښو پر وړاندې د مبارزې امادګۍ ریاست تر دې وړاندې ځانګړې اداري ودانۍ نه لرله او خپلې چارې یې په بېلابېلو کرايي ځایونو کې پر مخ وړلې، خو د دې ودانۍ په جوړېدو سره به د کارکوونکو لپاره مناسب اداري چاپېریال او لازمې اسانتیاوې برابرې شي.د ودانۍ د بنسټ ډبرې اېښودلو په مراسمو کې د لغمان مرستیال والي حافظ انځرګل عبدالله د پروژې د پیل هرکلی وکړ او ویې ویل، هڅې به وشي چې هغو دولتي ادارو ته هم ودانۍ جوړې شي، چې لا هم په کرايي ځایونو کې فعالیت کوي.نوموړي له قراردادي شرکت څخه وغوښتل، چې د قرارداد له شرایطو سره سم د ودانۍ چارې په ټاکلي وخت، لازم کیفیت او تخنیکي معیارونو بشپړې کړي.

اطلاعات کوتاه

مکانلغمان
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-15 19:32:03

خط زمانی

  1. Bakhtar

    لغمان کې د نږدې ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې پيل شوې

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-15 11:34:19

لغمان کې د نږدې ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې پيل شوې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button