خبرونه

د ایران ثریا “څیړنیزې” سپوږمکۍ ولې ځینې اندېښمن کړي

د خبر مهمې
  • د ایران ثریا سپوږمکۍ توغولو لویدیځ اندېښمن کړی
  • دا سپوږمکۍ د پوځي وسایلو په مټ توغېدلې
  • ایران وايي دا توغونه ملکي او څېړنیزه وه

ایران د دریو عمده اروپايي هغه اندېښنې رد کړې چې فضا ته يې د ایران د تازه استولې سپوږمکۍ په اړه ډاګیزې کړې.

فرانسې، جرمني او برېتانیا د ثریا په نامه فضا ته د ایران د سپوږمکۍ استول په دې خاطر غندلي چې د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو د ټکنالوژۍ په مټ یې توغولي او د دوی په نظر دا سیمه‌ییز او نړیوال امنیت ته پام وړ خطر ډېروي. دا خطر ځکه جدي دی چې ایران دا سپوږمکۍ هم له پوځي وسایلو په استفادې توغولې او هر څه ته هم د ځان لاسبري او زورور ښودلو له نظره ګوري.

ایران تېره اونۍ د ثریا په نامه سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله چې د ځمکې په ۷۵۰ کيلومترۍ چورلیځ کې ځای پر ځای کېږي. ایران وايي، دغه سپوږمکۍ څېړنیزه ده چې له الف تر یا يې د جوړېدو چارې د ایران د فضايي ادارې د څېړنو او ملکي برخې پر مخ وړې.

وزن يې پنځوس کيلوګرمه او ابعاد یې له یوه متر مربع کم ښودل شوي چې د انقلاب ساتي ځواک سپاه د قایم ۱۰۰ توغوونکې وسیلې په مټ توغېدلی.

همدا ټکی د فرانسې، جرمني او برېتانیا په څېر هېوادونو ته د اندېښنې لامل شوی. دوی وړمه ورځ په یوه اعلامیه کې د ایران دا ګام وغانده او ویل د دغې سپوږمکۍ توغوونکې ټېکنالوژي د لېرواټنه بالستیک توغندیو د ویشتو لپاره کارېږي او دا ښايي تهران ته د دې وړتیا وروبښي چې د لا اوږده واټن ویشتلو وسلې جوړې کړي.

دوی په یوه ګډه اعلامیه کې ټینګار کړی “ورته توغونې ایران ته د داسې ټېکنالوژۍ د ازمویلو وړتیا وربښي چې د بالستیک توغندیو پروګرام پرې لا نور غوړولی شي چې دا د سیمې او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ پېښوي”.

خو ایران يې په ځواب کې ویلي چې په فضا او هوا کې د سوله‌ييزې ټېکنالوژۍ پرمختګونه د دغه هېواد حق دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر قاآني پر اېکس ليکلي چې “دا ډول مداخله‌ګرې څرګندونې به د ساینس او ټېکنالوژۍ د پرمختګ لپاره د ایران په اراده اغېز ونکړي”.

ایران چې په منځني ختیځ کې د میزایل او توغندیو یو عمده پروګرام لري په وروستیو کلونو کې د تخنيکي ستونزو له امله د سپوږمکیو توغولو کې بیا بیا ناکام شوی و.

اوس ایراني رسنۍ وايي، دغه تازه استولې ثریا سپوږمکۍ به د مخابراتي اړیکو، د موقعیت ټاکلو سنسورونو او نورو په څېر ټکنالوژیکو ځانګړنو په لرلو سره بېلابېل خدمات شوني کړي.

اړوندې مقالې

Back to top button