Kabulافغانستانامنیتدری

د تاوتریخوالي دوام؛ امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل د… — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-16 05:27:07🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۵ سرطان ۱۴۰۵): د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ د نښتو په پنځمه ورځ یو ځل بیا په ایران کې پر څو هدفونو د بریدونو خبر ورکړی، بل لور ته د ایران سپاه پاسداران ویلي چې د دغو بریدونو په ځواب کې یې په سیمه کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړې دي. امریکا په تېرو څلورو ورځو کې په ایران کې پر بېلابېلو هدفونو بریدونه کړي او ایران هم په ځواب کې په سیمه کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړې دي. سینټکام تېره شپه د افغانستان پر وخت یوولس بجې او ۴۳ دقیقې پر خپله اېکس‌پاڼه پر ایران د نوو بریدونو د پیل خبر ورکړی دی. یادې قوماندانۍ وروسته په بله خبرپاڼه کې وویل چې په دې پړاو بریدونو کې یې «د قوماندې مرکزونه، د هوايي دفاع سیسټمونه، د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو وړتیاوې او د ایران ساحلي څارنیز تاسیسات» په نښه کړي او اوس دا بریدونه پای ته رسېدلي دي. د سینټکام په خبره، د دغو بریدونو موخه د «ایران هغه وړتیا له منځه وړل دي چې د هرمز تنګي له لارې د تېرېدونکو سوداګریزو بېړیو بې‌ګناه عملې ته ګواښ پېښوي.» سینټکام ویلي چې د بندرعباس په ګډون د ایران په بېلابېلو سیمو کې یې د «دقیقو هدایت‌کېدونکو مهماتو» په کارولو سره بریدونه کړي دي. بل‌خوا، د ایرنا خبري اژانس د سمنان ولایت…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-16 05:27:07

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د تاوتریخوالي دوام؛ امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل د بریدونو خبر ورکړی

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-16 09:53:24

د تاوتریخوالي دوام؛ امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل د بریدونو خبر ورکړی

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button