Summary: د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د دې وزارت د فوټبال له لوبډلې سره وکتل او د هغوی لاسته راوړنې یې ستایلې دي. نوموړي لوبغاړو ته اړینې سپارښتنې وکړې او ورزشکاران یې وهڅول چې لا زیات ورزش ته پاملرنه وکړي او خپلې وړتیاوې لا پیاوړې کړي.ښاغلي حقاني زیاته کړې، لوبغاړي دې د هېواد سپېڅلي اسلامي او ملي ارزښتونو ته پاملرنه وکړي، په هر ځای کې د ورورولۍ او یووالي پغام خپور کړي او له تعصب څخه دې لرې و اوسي.د یادونې وړ ده، چې د کورنیو چارو وزارت د فوټبال لوبډلې( خوست اریانا لوبډلې) تازه د زونونو په کچه د فوټبال سیالیو اتلولي، چې د هلمند ولایت په کوربتوب ترسره شوې ترلاسه کړې ده.
لنډ معلومات
ځایخوست
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-07-16 07:34:57
مهالوېش
-
Bakhtar
لوبغاړو ته د کورنیو چارو وزیر توصیه؛ په هر ځای کې د یووالي پیغام خپور کړئ
سرچینې
Afghan sources
BakhtarPS
2026-07-16 06:45:00
لوبغاړو ته د کورنیو چارو وزیر توصیه؛ په هر ځای کې د یووالي پیغام خپور کړئ