EnglishKabulPoliticsافغانستان

حنفي: هیچا ته به اجازه ور نه کړل شي چې د خلکو شرعي… — Pajhwok

DevelopingPoliticsKabul1 SourcesUpdated: 2026-07-16 10:58:09🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵): د امر بالمعروف،‌ نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزیر وایي چې د دغه وزارت دروازې د خلکو پر مخ خلاصې دي او هیچا ته به اجازه ور نه کړل شي چې د خلکو شرعي حقونه تر پښو لاندې کړي. د امر بالمعروف،‌ نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزیر مولوي محمدخالد الحنفي یادې څرګندونې نن په کابل کې د شرعي قانون په تطبیق کې د ګډې همکارۍ د پیاوړتیا په موخه، د مرکزي زون د اوو ولایتونو له علماء کرامو، متنفذینو، قومي مشرانو او د رسنیو له استازو سره جوړه شوې غونډه کې وکړې. هغه وویل، علماء دې هڅه وکړي چې همېشه د منبر له لارې د منکراتو بد عواقب بیان کړي، څو ټول خلک د منکراتو په مخنیوي کې خپل مسوولیت اداء کړي. هغه زیاته کړه: «د اسلام دین بشپړ شوی او د پیغمبرانو رسالت هم پای ته رسېدلی؛ اوس د دغه بشپړ دین پلي کول زموږ د ټولو شرعي مسوولیت دی او باید هماغسې یې عملي کړو، لکه څنګه چې الله جل جلاله غوښتنه کړې او امر یې کړی دی.» د ده په خبره، د ټولو شرعي احکامو او قوانینو بشپړ تطبیق ته زمینه برابره شوې او وخت یې دی چې په دغه ګډ مسوولیت کې علماء، قومي مخور او د رسنیز فعالان خپل اتحاد لا قوي کړي او په خپلو چارو کې دښمن…

Quick facts

LocationKabul
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-07-16 10:58:09

Timeline

  1. Pajhwok

    حنفي: هیچا ته به اجازه ور نه کړل شي چې د خلکو شرعي حقونه تر پښو لاندې کړي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-16 15:27:19

حنفي: هیچا ته به اجازه ور نه کړل شي چې د خلکو شرعي حقونه تر پښو لاندې کړي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button