Englishافغانستانامنیت

طالبانو له برونای هېواد سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا غوښتنه کړې — AF International

DevelopingSecurity1 SourcesUpdated: 2026-07-16 13:10:52🎙 Listen to radio

په مالیزیا کې د طالبانو سفارت وايي، چې د دغه سفارت سرپرست نقیب‌الله احمدي د برونای دارالسلام د بهرنیو چارو وزارت د اسیا او افریقا څانګې له رییسې ډاکټرې فریده نور بنت عبدالرزاق سره لیدلي دي. په لیدنه کې طالب سفیر له برونای سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا غوښتنه کړې ده. اندرابي د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اونیز خبري کنفرانس کې د یوې پوښتنې په ځواب کې هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې پاکستان د شانګهای همکارۍ سازمان په چوکاټ کې د افغانستان د شاملېدو مخه نیسي. هغه وویل: «زه له داسې کوم اقدام څخه خبر نه یم چې پاکستان دې د شانګهای همکارۍ سازمان کې د افغانستان د غړیتوب د مخنیوي لپاره کړی وي». د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه، د شانګهای همکارۍ سازمان کې د افغانستان د غړیتوب موضوع باید د سازمان د غړو هېوادونو له ډیپلوماټیکو اړیکو سره وارزول شي. د هغه په وینا، افغانستان د دې لپاره چې د شانګهای همکارۍ سازمان بشپړ غړی شي، باید لږ تر لږه د سازمان له غړو هېوادونو سره ډیپلوماټیکې اړیکې ولري. د شانګهای همکارۍ سازمان غړیتوب د غړو هېوادونو د ګډې هوکړې او د سازمان د مقرراتو له مخې ترسره کېږي او افغانستان دا مهال د دغه سازمان بشپړ غړی نه دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت…

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Updated2026-07-16 13:10:52

Timeline

  1. AF International

    طالبانو له برونای هېواد سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا غوښتنه کړې

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-07-16 12:06:31

طالبانو له برونای هېواد سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا غوښتنه کړې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button