د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په یوه خبري ناسته کې ویلي چې په افغانستان کې د اوسني بشري ناورین اصلي لامل «د مرستو سیاسي کول» دي او پر طالبانو لګول شویو بندیزونو د واکمنۍ پر ځای خپله د افغانستان عام خلک په نښه کړي دي. ماریا زاخاروا وویل چې په افغانستان کې د نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې کچه نږدې د نړۍ د منځنۍ کچې دوه چنده ده. هغې زیاته کړه: «د متحده ایالاتو او د هغوی د متحدینو د اولتیماتوم په بڼه غوښتنې چې غواړي د ډیموکراسۍ خپل د خوښې ماډل پر افغانستان تحمیل کړي، او همدا راز پر کابل د بندیزونو په بشپړ ډول ناسمه تګلاره، د حکومت پر ځای د افغانستان تر ټولو بېوزلې او زیانمنېدونکې پرګنې په نښه کړې دي.» د مېرمن زاخاروا په وینا، د لوېدیځ لخوا د افغانستان د بانکي شتمنیو کنګل کېدو د بشري ناورین د هواري مخه نیولې ده. هغې وویل: «د افغانستان د بشري پروګرامونو لپاره د نړیوالو مالي مرستو کچه د کمېدو په حال کې ده. د لوېدیځو هېوادونو لخوا په غیرقانوني توګه د افغانستان د بانکي شتمنیو بندولو، د دغه هېواد اوسنی حکومت د دې جوګه نه کړ چې له دولتي بودیجې څخه د بحران ضد اقدامات تمویل کړي.» بلخوا، د ملګرو ملتونو د مالي تعقیب د خدماتو اداره (FTS) بیا ښيي چې روسیه په خپله د…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Amu TV
روسیه: د افغانستان د بشري ناورین اصلي لامل د مرستو سیاسي کول دي | آمو ټلویزیون
منابع
Afghan sources
روسیه: د افغانستان د بشري ناورین اصلي لامل د مرستو سیاسي کول دي | آمو ټلویزیون