د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش د چارشنبې پر ورځ بنګلدېشۍ ډیپلوماټه رباب فاطمه د افغانستان لپاره خپله نوې ځانګړې استازې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي(یوناما) مشره وټاکله. د ملګرو ملتونو د سرمنشي دفتر ویلي، رباب فاطمه د روزا اوتونبایوا ځای ناستې ده او په ملکي خدمتونو او ډیپلوماسۍ کې له ۳۰ کلونو ډېره تجربه لري. د خبرپاڼې له مخې، نوموړې اوسمهال د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې او د لږو پرمختللو، د وچو او کوچنیو ټاپوییزو هېوادونو لپاره د دې ټولنې د لوړې استازې په توګه دنده ترسره کوي. رباب فاطمه له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۲ز.کال پورې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د بنګلدېش د دایمي استازې په توګه هم دنده ترسره کړې ده. په کندهار کې د امنيې، عبور او مرور شُرطې ځواکونو ته یو ورځنی سمینار ورکړ شو امیرخان متقي په دوحه کې د قطر د پخواني امیر پر مړینه خواخوږي څرګنده کړه زاخارووا د چارشنبې پر ورځ یوې خبري غونډې ته ویلي، د روغتیا نړیوالې ټولنې د څرګندونو له مخې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړوند سیمو کې د پولیو ۲۱ پېښې ثبت شوې دي. د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د افغانستان پر بشري وضعیت اندېښنه څرګنده او د هېواد د کنګل شویو شتمنیو د خوشې کولو غوښتنه یې…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Ariananews
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News
سرچینې
Afghan sources
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News