افغانستانامنیتپښتو

د پاکستان امنیتي ځواکونو د بنو په عملیاتو کې د پنځو وسله‌والو د… — AF International

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-17 01:11:10🎙 راډیو واورئ

د خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد اداره (سي‌ټي‌ډي) وايي، د بنو ولسوالۍ په ګلبهار سیمه کې د دغې ادارې او سیمه‌ییزو پولیسو په ګډو استخباراتي عملیاتو کې پنځه وسله‌وال وژل شوي او یو شمېر نور تښتېدلي دي. د پاکستاني چارواکو د رسمي شمېرو له مخې، یوازې د سې‌شنبې په ورځ له ۴۴۰۰ څخه ډېر افغانان د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه کړل شوي دي. په دې ډله کې ۱۷۶۸ تنه د ثبت سند(پي ار او) لرونکي، ۶۱۶ د افغان تابعیت کارت (ای سي سي) لرونکي او ۲۰۸۰ هغه کسان وو چې د پاکستان د حکومت په وینا، په غیرقانوني توګه یې په دغه هېواد کې ژوند کاوه. په خېبر پښتونخوا کې د صوابۍ ولسوالۍ سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، په تېرو درېیو ورځو کې یې ۳۵۰ افغانان نیولي او افغانستان ته یې استولي دي. د صوابۍ مرستیال کمېشنر ډاکټر طارق‌الله ویلي، لا هم شاوخوا ۱۲۰۰ افغانان په دې ولسوالۍ کې پاتې دي او حکومت به هغوی هم پیدا او افغانستان ته ولېږي. هغه ویلي: «د حکومت پالیسي روښانه ده، نور هېڅ افغان ته د پاتې کېدو اجازه نشته». یو افغان کډوال چې له لسو کلونو راهیسې په صوابۍ کې ژوند کوي او د امنیتي اندېښنو له امله یې ونه غوښتل نوم یې خپور شي، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل:«له څو ورځو راهیسې مو ژوند په بشپړ ډول بدل شوی دی….

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-17 01:11:10

مهالوېش

  1. AF International

    د پاکستان امنیتي ځواکونو د بنو په عملیاتو کې د پنځو وسله‌والو د وژلو ادعا کړې

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-07-16 21:08:57

د پاکستان امنیتي ځواکونو د بنو په عملیاتو کې د پنځو وسله‌والو د وژلو ادعا کړې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button