د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دوهتابعیت لرونکو امریکايي وګړو ته خبرداری ورکړی چې متحده ایالاتو ته د ننوتلو او له دغه هېواد څخه د وتلو پر مهال باید معتبر امریکايي پاسپورټ ولري او د سفر لپاره پر خپل بهرني پاسپورټ تکیه ونه کړي. طاهر اندرابي د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، پاکستان «هیڅکله» افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد مخه نه ده نیولې او تل یې هڅه کړې چې دغه مرستې افغانانو ته ورسېږي. د هغه په وینا، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو نور موټر هم تورخم ته پر لاره دي او ټاکل شوې په نږدې وخت کې افغانستان ته داخل شي. دا په داسې حال کې ده چې د تورخم دروازه لا هم د سوداګریزو توکو او مسافرو پر مخ تړلې ده او یوازې د بشري مرستو او د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره ترې محدود تګ راتګ کېږي. تر دې وړاندې هم پاکستاني او طالب چارواکو ویلي وو چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرامد خوراکي مرستو یو شمېر باروړونکو لاریو ته د تورخم له لارې افغانستان ته د ننوتلو اجازه ورکړل شوې ده. د تورخم دروازې تړل کېدو په وروستیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر سوداګرۍ او ترانزیټي تګ راتګ د پام وړ اغېز کړی او سوداګرو له دواړو هېوادونو غوښتي چې د تګ راتګ د عادي کېدو…
Quick facts
Timeline
-
AF International
امریکا دوهتابعیته وګړو ته؛ متحده ایالاتو ته د سفر لپاره باید امریکايي پاسپورټ وکاروئ
Sources
Afghan sources
امریکا دوهتابعیته وګړو ته؛ متحده ایالاتو ته د سفر لپاره باید امریکايي پاسپورټ وکاروئ