KabulPoliticsافغانستاندری

تورهان صالح په افغانستان کې د يواېن‌ډي‌پي د نوي استازي په توګه خپله… — Pajhwok

در حال تکمیلPoliticsKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-17 04:27:10🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۵): د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ویلي چې تورهان صالح په افغانستان کې د دغه بنسټ د نوي استازي په توګه رسماً خپله دنده پیل کړې ده. یاد پروګرام پرون (پنج‌شنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، صالح له دې ګومارنې مخکې د دغه بنسټ د عربي هېوادونو سیمه‌ییز دفتر د لوړپوړي سلاکار په توګه دنده ترسره کوله او د ملګرو ملتونو د سولې ساتنې او ځانګړو سیاسي ماموریتونو څخه د مسؤلیتونو د لېږد پر بهیر یې تمرکز درلود. د خبرپاڼې له مخې، نوموړي د ۲۰۲۳ کال له ډسمبر څخه د ۲۰۲۶ کال تر مارچ پورې د UNDP د بحران دفتر د مرستیال په توګه دنده ترسره کړې او په دې موده کې یې له بشري مرستو څخه دوامدارې پراختیا ته د لېږد، د بحراني عملیاتو د مدیریت، د بحرانونو د تمویل او په دې برخه کې د پالیسۍ جوړونې پر چارو تمرکز کړی دی. په خبرپاڼه کې راغلي چې صالح له دې وړاندې هم د ۲۰۱۹ کال له مې میاشتې څخه د ۲۰۲۳ کال تر نومبر پورې په ایتوپیا کې د UNDP د استوګن استازي په توګه دنده ترسره کړې ده. د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام زیاته کړې چې تورهان صالح په ۱۹۹۷ کال کې د پالیسۍ د سلاکار په توګه له دغه بنسټ سره یوځای شوی او له هغه راهیسې یې د دغه سازمان په…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-17 04:27:10

خط زمانی

  1. Pajhwok

    تورهان صالح په افغانستان کې د يواېن‌ډي‌پي د نوي استازي په توګه خپله دنده پیل کړه

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-17 08:54:22

تورهان صالح په افغانستان کې د يواېن‌ډي‌پي د نوي استازي په توګه خپله دنده پیل کړه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button