Summary: د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي، د زابل له والي ملا شېر محمد شريف او د دغه ولایت د عامې روغتیا له رئیس ډاکټر ميرويس افغان سره کتلي دي. د عامې روغتيا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د زابل د عامې روغتیا رئیس، د دغه ولایت د روغتیايي وضعیت، شته ستونزو او اړتياوو په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل او د ماشومانو د روغتیايي ستونزو راکمولو او د خدمتونو د پراختیا په موخه یې د روغتیايي ټیمونو د زیاتوالي غوښتنه وکړه؛ څو اړمنو خلکو ته پر وخت روغتیايي خدمتونه وړاندې شي. دغه راز، د زابل والي د عامې روغتیا وزارت له پروګرامونو او هڅو د ملاتړ ترڅنګ؛ د روغتیايي خدمتونو د ښه والي لپاره د همغږۍ او ګډ کار پر دوام ټینګار کړی دی. د عامې روغتیا وزیر د يادو مسئولینو د خبرو په اورېدو سره؛ د زابل د روغتیايي وضعیت ښه والي په موخه د همکارۍ او لازمې پاملرنې ډاډ ورکړی او ويلي يې دي چې د خدمتونو د لا پراختيا په موخه د هېواد په ۳۱۸ ولسواليو کې عمومي روغتونونه جوړيږي، چې زابل يې هم يوه برخه ده.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د زابل مسئولینو په دغه ولايت کې د روغتیايي ټیمونو د زیاتوالي غوښتنه وکړه
سرچینې
Afghan sources
د زابل مسئولینو په دغه ولايت کې د روغتیايي ټیمونو د زیاتوالي غوښتنه وکړه