Summary: د نیمروز ولایت د فرعي ګمرکاتو ریاست مسوولین وایي، چې د یاد ولایت د چهاربرجک ولسوالۍ اړوند په ډک سیمه کې د څه باندې دوه ټنه انساني درملو او غیرخوراکي توکو د قاچاق مخه نیول شوې ده. د نیمروز د فرعي ګمرکاتو رئیس مولوي عبدالغفار محمود باختر اطلاعاتي اژانس ته ویلي، چې یو ټن او ۷۴۵ کیلوګرامه انساني درمل او ۳۲۶ کیلوګرامه غیرخوراکي توکي، چې په دوو باروړونکو موټرو کې ځای پر ځای شوي وو او غوښتل یې له پاکستان څخه نیمروز ته قاچاق شي، د ګمرکي مسوولینو له لوري کشف او ضبط شول. د نوموړي په وینا، د یادو قاچاقي توکو په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي او نیول شوي توکي او موټر د قانوني اجرااتو لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي. د نیمروز فرعي ګمرکاتو مسوولینو ټینګار کړی، چې د قاچاق مخنیوي او د غیرقانوني توکو پر وړاندې به خپلې هڅې لا پیاوړې کړي، څو د خلکو روغتیا او اقتصادي ګټې خوندي وساتل شي. د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د نیمروز په بېلابېلو سیمو کې د انساني درملو او نورو قاچاقي توکو د لېږد ګڼې هڅې شنډې شوې دي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
نیمروز کې د څه باندې دوه ټنه درملو او غیرخوراکي توکو د قاچاق مخه ونیول شوه
سرچینې
Afghan sources
نیمروز کې د څه باندې دوه ټنه درملو او غیرخوراکي توکو د قاچاق مخه ونیول شوه