Economyافغانستانبدخشانپښتو

بدخشان کې د نږدې ٤ میلیونه افغانیو په د دوو پروژو چارې بشپړې… — Bakhtar

روان خبرEconomyبدخشان1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-17 07:47:06🎙 راډیو واورئ

Summary: د بدخشان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې د شهدا ولسوالۍ په وینج کلي کې د ۳.۶ میلیونه افغانیو په لګښت یو کانال او استنادي دېوال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د یاد ریاست د پلان او همغږۍ عمومي مدیر کیکاوس تکساري باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، چې دغه پروژې د د دغه ریاست د طبیعي سرچینو آمریت په همغږۍ د «مېشن ایست» مؤسسې له لوري پلې شوې دي. د نوموړي په وینا، په دې پروژو کې د «کورخودره» کرنیز کانال د شپږ کیلومتره په اوږدوالي او همدارنګه د ۱.۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یو استنادي دېوال جوړول شامل دي. تکساري زیاته کړه، چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره به شاوخوا ۲۰۰ کورنۍ په مستقیم ډول ترې ګټه واخلي، نږدې دوه زره هکټاره کرنیزې ځمکې او باغونه به خړوب او د اوبو د کمښت ستونزه به تر ډېره هواره شي. د یادونې وړ ده، چې د بدخشان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د کرنې د ودې، د اوبو د مدیریت او د بزګرانو اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه ورته پراختیایي نورې پروژې هم تر کار لاندې دي.

لنډ معلومات

ځایبدخشان
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-07-17 07:47:06

مهالوېش

  1. Bakhtar

    بدخشان کې د نږدې ٤ میلیونه افغانیو په د دوو پروژو چارې بشپړې شوې

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-17 05:23:48

بدخشان کې د نږدې ٤ میلیونه افغانیو په د دوو پروژو چارې بشپړې شوې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button