د یوې بریتانوي رسنۍ ادعا: له افغانستانه وتلې مرستې د لندن د سوغات… — Pajhwok
کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵): یوې بریتانوي مجلې د یوې څېړنې په خپرولو سره ادعا کړې چې د افغان سوداګرو یوې شبکې په بریتانیا کې د سوغاتونو او خوږو د پلورنځیو له لارې کلونه مخکې له افغانستانه ایستل شوې د مرستو پیسې مینځلې، مالیات یې نه دي ورکړي او د شرکتونو د پرلهپسې منحلولو او بیا جوړولو له لارې یې له پورونو ځان ژغورلی؛ خو د دې شبکې یو اصلي سوداګر غلام سرور افضلي ټولې دغه ادعاوې په کلکو ټکو رد کړې دي. پژواک په خپلواکه توګه د دغو ادعاوو پخلی نه شي کولای. بریتانوي مجلې «The Fence» په یوه تازه څېړنیز راپور کې ادعا کړې چې د افغان سوداګرو یوې شبکې په لندن او د بریتانیا په یو شمېر نورو ښارونو کې د سوغاتونو، امریکايي خوږو او غیررسمي «هري پاټر» پلورنځیو پراخه شبکه جوړه کړې او ښایي له افغانستانه ایستل شوې د نړیوالو مرستو پیسې یې په دغه کاروبار کې کارولې وي. د «د امپراتوریو هدیره» تر سرلیک لاندې راپور د خبریال کورمک کیهو له خوا لیکل شوی او د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۱۶مه خپور شوی دی. په راپور کې د سوداګریزو اسنادو، د شرکتونو د مالي حسابونو، ملکیتي ثبتونو، غږیز ثبت او له بېلابېلو سرچینو سره د خبرو پر بنسټ یو لړ ادعاوې شوې دي. پژواک په خپلواکه توګه د راپور ادعاوې نه دي تایید کړې….
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
د یوې بریتانوي رسنۍ ادعا: له افغانستانه وتلې مرستې د لندن د سوغات پلورنځیو ته رسېدلې دي
منابع
Afghan sources
د یوې بریتانوي رسنۍ ادعا: له افغانستانه وتلې مرستې د لندن د سوغات پلورنځیو ته رسېدلې دي