Kabulافغانستانامنیتدری

سپینه ماڼۍ: ټرمپ د فوټبال نړۍوال جام پایلوبې نندارې لپاره لوبغالي ته ورځي — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-17 10:02:19🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۵): سپینې ماڼۍ تایید کړې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د یکشنبې په ورځ د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړۍوال جام پایلوبه د نیوجرسي ایالت په «مېټ‌لایف» لوبغالي کې له نږدې ننداره کړي. د راپورونو له مخې، د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ پرون (پنجشنبه) په یوه خبري غونډه کې ویلي چې ټرمپ به له پایلوبې مخکې نن هم د فوټبال نړۍوال فدراسیون (فیفا) په رسمي مراسمو کې، چې د نیویارک ښار په ټرمپ ټاور کې جوړېږي، ګډون وکړي. د هغې په وینا، د امریکا ولسمشر به د ارجنټاین او هسپانیا ترمنځ پایلوبه له نږدې وګوري. لیویټ په دې اړه څه ونه ویل چې ټرمپ به د اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام هم وسپاري که نه. تر دې مخکې، د فیفا مشر جیاني انفانتینو ویلي وو چې ټرمپ به د لوبې له پای وروسته د اتلولۍ د جام د سپارلو په مراسمو کې هم ګډون وکړي. سره له دې چې امریکا، کاناډا او مکسیکو په ګډه د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړۍوال جام کوربه‌توب کوي، ټرمپ تر اوسه د دغو سیالیو په هيڅ لوبه کې ګډون نه و کړی. سپینې ماڼۍ همداراز ویلي چې دغه سیالۍ د نندارچیانو د شمېر، امنیتي تدابیرو او د تنظیم له پلوه بریالۍ وې او د ټرمپ حضور به د دغو سیالیو د پای مراسم بشپړ کړي. د…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-17 10:02:19

خط زمانی

  1. Pajhwok

    سپینه ماڼۍ: ټرمپ د فوټبال نړۍوال جام پایلوبې نندارې لپاره لوبغالي ته ورځي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-17 14:31:22

سپینه ماڼۍ: ټرمپ د فوټبال نړۍوال جام پایلوبې نندارې لپاره لوبغالي ته ورځي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button