HealthKabulافغانستانپښتو

پر ايران د امریکا بريدونه؛ په تېرو ۲۶ ورځو کې ۳۸ کسان وژل… — Pajhwok

روان خبرHealthKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-17 10:57:37🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۵): د ایران د روغتیا وزارت ویلي چې د روانې چنګاښ میاشتې په تېرو ۲۶ ورځو کې پر دغه هېواد د امریکا بریدونو له امله ۳۸ کسان وژل شوي دي. د ایران د روغتیا وزارت د عامه اړیکو ريیس حسین کرمان‌پور نن (جمعه) پر اېکس‌پاڼه یوه پیغام کې لیکلي چې په وژل شوو کسانو کې ښځې او یو ماشوم هم شامل دي. هغه زیاته کړې چې په دغو بریدونو کې ټول ۳۸ کسان وژل شوي او له ۴۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي. کرمان‌پور ویلي: «د چنګاښ میاشتې د جګړې په ترڅ کې، د چنګاښ تر ۲۶مې نېټې د سهار تر ۶:۳۰ بجو پورې، د امریکا د بریدونو د ټپیانو شمېر له ۴۰۰ کسانو اوښتی او ۳۸ هېوادوال مو وژل شوي دي.» د هغه په خبره، په وژل شوو کې درې ښځې او یو ماشوم او په ټپیانو کې ۲۲ ښځې شاملې دي. هغه زیاته کړې چې د امریکا د بریدونو ۴۷ ټپیان لا هم په روغتونونو کې بستر دي. د یادونې ده، د امریکا او ایران ترمنځ نښتې لا هم دوام لري. د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویلي چې تېره شپه یې د ایران په خاوره کې پر لسګونو هدفونو بریدونه کړي دي. بلخوا، د ایران پوځ او سپاه پاسداران هم د کویټ، بحرین، سوریې او عمان کې د امریکا پر پوځي اډو د غچ…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-07-17 10:57:37

مهالوېش

  1. Pajhwok

    پر ايران د امریکا بريدونه؛ په تېرو ۲۶ ورځو کې ۳۸ کسان وژل شوي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-17 15:27:29

پر ايران د امریکا بريدونه؛ په تېرو ۲۶ ورځو کې ۳۸ کسان وژل شوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button