د جمعې په سهار د بدخشان ولایت د یفتل ولسوالۍ پر ودانۍ د «سپاهیان میهن» په نوم نوې وسله والې ډلې له برید وروسته، طالبانو په دې ولسوالۍ کې کور په کور پلټنې پیل کړې او یو شمېر کسان یې نیولي دي. په ننګرهار کې د بېلابېلو موسساتو مسوولانو نن د جمعې په ورځ وویل، چې د طالبانو د ننګرهار اقتصاد ریاست ماموران د دوی پر دفترونو ګرځي خو د دوی دا ګرځېدنې بډو او باج اخېستنې ته د لارې جوړولو په موخه دي. دوی همدراز وايي چې «د طالبانو د ننګرهار د اقتصاد ریاست د موسساتو امر د ځايي موسسو د مسوولانو کاري اسناد نه مني او د دوی د دفتر د تړلو ګواښونه کوي خو وروسته بیا د نغدي پیسو او یا هم د بېلابېلو ګران بیه توکو د اخیستو غوښتنې کوي». د دغو موسساتو د مسوولانو په وینا، هغه موسسې چې د دوی غوښتنې ونه مني او د بډو ور کولو سره مخالفت وکړي دوی ورپسې مکتوبونه لېږي او دې ته یې اړ کوي چې خپل دفترونه وتړي. د یادو موسسو مسوولانو ځینې اسناد هم شریک کړي، چې ښيي د طالبانو د ننګرهار اقتصاد ریاست د موسساتو امر زید هاشمي په ودان موسسې د خپل ریاست لپاره دوه هوا سړوونکي وسایل پېرلي دي. د ځینو موسساتو مسوولان شکایت کوي، چې نه یوازې بډې ورڅخه اخیستل کېږي بلکې…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
طالبانو د بدخشان په یفتل ولسوالۍ کې کور په کور پلټنې پیل کړې
منابع
Afghan sources
طالبانو د بدخشان په یفتل ولسوالۍ کې کور په کور پلټنې پیل کړې