په ننګرهار کې د ځینو موسساتو مسوولانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ددغه ولایت د اقتصاد ریاست د بېلابېلو فشارونو له لارې «بډو او باج اخېستنې» ته لاره برابروي. دوی زیاتوي، چې د طالبانو د ننګرهار اقتصاد ریاست چارواکي موسسو ته د څېړنو په نامه ورځي او بیا ورته ستونزې جوړوي. هغه وویل، نیول شوي ټول کسان په ناقانونه ډول په پاکستان کې اوسېدل چې تر نیول کېدو وروسته د افغان کډوالو د ناصر باغ پنډغالي ته لېږدول شوي او وروسته د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه کړل شوي دي. نوموړي زیاته کړه، پولیس د دغه عملیاتو اړوند بشپړ معلومات او شمېرې راټولوي؛ خو د وروستیو او کره شمېرو ورکول لا وختي دي، ځکه د معلوماتو راټولولو لړۍ لاهم دوام لري.د هغه په وینا؛ د کډوالو د پنډغالو تر تړل کېدو وروسته ګڼ شمېر افغانان د ښار بېلابېلو استوګنیزو سیمو ته لېږدول شوي وو، چې اوس یې بشپړه نقشه او معلومات چمتو شوي دي. هغه وایي، د ښار په بېلابېلو برخو کې امنیتي پوستې فعالې دي او د پلټنو او عملیاتو لړۍ په دوامداره توګه روانه ده. هغه ومنله، چې په تېر کې د دغه عملیاتو پرمهال ځینې شکایتونه ثبت شوي وو چې د همدې لپاره شاوخوا یوه میاشت وړاندې ټولو پولیسو ته سپارښتنه شوې چې له هېڅ افغان وګړي سره دې له ناوړه چلند، ځورونې یا زور زیاتي…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
په ننګرهار کې د ځینو موسساتو مسوولان د طالبانو اقتصاد ریاست په باج اخېستنې تورنوي
سرچینې
Afghan sources
په ننګرهار کې د ځینو موسساتو مسوولان د طالبانو اقتصاد ریاست په باج اخېستنې تورنوي