ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، بریدګرو د ولسوالۍ پر ودانۍ، د امنیې قوماندانۍ او استخباراتو پر دفتر ولکه ټینګه کړه او خپل بېرغ یې هم د ولسوالۍ پر ودانۍ پورته کړ. د سرچینو په وینا؛ بریدګرو له سیمې تر وتلو مخکې طالبان بېوسلې کړل او پوځي تجهیزات، وسلې، مهمات او دولتي موټړونه یې له ځان سره یوړل. ځايي اوسېدونکي وایي، مخالفو وسلهوالو د څو ساعتونو لپاره د ولسوالۍ بشپړ واک په لاس کې لاره. د سرچینو د معلوماتو له مخې؛ برید د جمعې ورځې د سهار په لومړیو ساعتونو کې هغه مهال پیل شو، چې شاوخوا ۲۰ تر ۲۵ وسلهوالو د یفتل پایین ولسوالۍ پر ودانۍ برید وکړ او له لنډې نښتې وروسته یې واک ترلاسه کړ. ځینې سرچینې ادعا کوي، چې بریدګرو د طالبانو یوشمېر غړي هم له ځان سره وړي؛ خو افغانستان انټرنشنل تر دې دمه نهدی توانېدلی دغه ادعا په خپلواکه توګه تایید کړي. لاتر اوسه د اوښتې مرګژوبلې په اړه کره معلومات نهدي خپاره شوي. ځايي سرچینې وایي، «د وطن سرتېرو جبهې» په نوم یوې وسلهوالې ډلې د دغه برید مسوولیت منلی دی. تر برید وروسته طالبانو د بدخشان له مرکز فیضاباد ښار څخه یفتل پایین ولسوالۍ ته نور ځواکونه استولي.د سرچینو په وینا؛ د طالبانو چورلکې هم د ولسوالۍ پر فضا ګزمه کوي او په سیمه کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي. یفتل…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
تېره اونۍ؛ یوازې په پېښور کې تر ۶۰۰ ډېر افغان کډوال نیول شوي دي
سرچینې
Afghan sources
تېره اونۍ؛ یوازې په پېښور کې تر ۶۰۰ ډېر افغان کډوال نیول شوي دي