د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د لومړي ځل لپاره د طالبانو یوې مخالفې وسلهوالې ډلې د جمعې په سهار (د چنګاښ ۲۶مه) د څو ساعونو لپاره د بدخشان یفتل پایین ولسوالي تر خپل کنټرول لاندې راوسته. د دغه سرچینو په وینا؛ مخالفو ځواکونو د ولسوالۍ له مرکز څخه وسلې، مهمات او تجهیزات هم له ځان سره وړي دي. د یفتل پایین ولسوالۍ یوه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې له دې پېښې وروسته د طالبانو چورلکې د یفتل پایین ولسوالۍ پر فضا ګزمه کوي. طالبانو لاتر اوسه د دغه خبر په اړه څه نهدي ویلي. بدخشان په وروستیو کلونو کې د کانونو په ځانګړي ډول د سرو زرو او ګران بیه ډبرو د کنټرول او کېندنې پر سر څو ځله د تاوتریخوالي او نښتو شاهد و. طالبان هڅه کوي، چې پر دغه کاني سرچینو مستقیم کنټرول ترلاسه کړي؛ خو دغه تګلاره د سیمې د یوشمېر اوسېدونکو له مخالفت سره مخ شوې ده. د سیمې اوسېدونکي وایي، کانونه د ځایي خلکو شتمني ده او طالبان تورنوي چې غواړي دغه سرچینې تر خپل کنټرول لاندې راولي او په خپله ګټه یې استخراج کړي. تر تورخم پورې رسېدل او له هغه ځایه د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته تګ څو ساعته او ځینې وختونه ټوله ورځ وخت نیسي، چې له امله یې د کډوالو د ساتنې لنډمهاله پنډغالي او د لارې په اوږدو…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
د طالبانو مخالفې ډلې د لومړي ځل لپاره د بدخشان یفتل ولسوالي د طالبانو له کنټروله واېستله
منابع
Afghan sources
د طالبانو مخالفې ډلې د لومړي ځل لپاره د بدخشان یفتل ولسوالي د طالبانو له کنټروله واېستله