سندرېشعرونه

داسې په ژړا چې ځواني تېره شي – ښکلې سندره او شعر

سندرغاړی: فلک ناز مروت

شاعر بهلول ملنګ

داسې په ژړا چې ځواني تېره شي

مه را درومه بیا چې ځواني تېره شي

حُسن له ځوانۍ سره تړلی دی

ختمه شي ښکلا چې ځواني تېره شي

پوی به شې اخلاص او د لباس په فرق

ګله دا په تا چې ځواني تېره شي

عقش د ځوانیمرګ ارمان ماتم کوي

حُسن شي پنا چې ځواني تېره شي

تا غوندې مې ډېر ښکلي لیدلي دي

پاتې شي تنها چې ځواني تېره شي

نن که د بهلول په بې وسۍ خاندې

ژاړې به سبا چې ځواني تېره شي

اړوندې مقالې

Back to top button