کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۵): د چیلي په مرکزي او سوېلي سیمو کې د سختو ورښتونو، تېزو بادونو او سېلابونو له امله لږ تر لږه درې کسان مړه، اووه ټپیان او سلګونه نور بېځایه شوي دي. الجزیرې راپور ورکړی چې د چیلي د پېښو د مخنیوي او غبرګون ملي ادارې (SENAPRED) ویلي، ۴۶۶ کسان په پناهځایونو کې مېشت دي او ۱۵۸ نور، چې ډېری یې د کوکیمبو سیمې اوسېدونکي دي، د اوبو د سطحې لوړېدو له امله بند پاتې دي. یادې ادارې د سیند د اوبو د کچې لوړېدو ته په اشارې سره، تالګانته ښار ته څېرمه د «کامپامنتو ریبرا دل ریو» سیمې د اوسېدونکو د ایستلو امر هم کړی دی. په راپور کې راغلي چې سېلابونو د چیلي په بېلابېلو برخو کې ورځنی ژوند ګډوډ کړی؛ په ځینو سیمو کې ښوونځي تړل شوي او دولتي شرکت «کودیلکو» د توپان له امله د «اندینا» کان سطحي فعالیتونه درولي دي. دغهراز، شاوخوا ۲۵۷ زره کسان، چې ډېری یې د هېواد په سوېل کې دي، له برېښنا بېبرخې شوي دي. د چیلي ولسمشر خوزه انتونیو کاسټ ویلي، د زیانونو او د اړوندو ادارو د مرستو رسونې بهیر د ارزونې لپاره بیوبیو سیمې ته سفر کوي؛ هغه سیمه چې د یادو طبیعي پېښو له امله سخت زیانمنه شوې ده. د چیلي د هواپېژندنې ادارې هم د دغه هېواد په مرکزي سیمو کې د…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
په چیلي کې سختو ورښتونو او سېلابونو درې کسان مړه کړي، سلګونه بېځایه شوي دي
منابع
Afghan sources
په چیلي کې سختو ورښتونو او سېلابونو درې کسان مړه کړي، سلګونه بېځایه شوي دي