EnglishHealthKabulافغانستان

اوګانډا کې د زده‌کوونکو یوه بس چپه کېدو پېښه کې ۲۱ کسان مړه… — Pajhwok

DevelopingHealthKabul1 SourcesUpdated: 2026-07-18 05:07:48🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۵): د اوګانډا په ختیځ کې د یوه ښوونځي یو بس له ښوونیز سفره د بېرته ستنېدو پر مهال چپه شوی چې له امله یې لږ تر لږه ۲۰ زده‌کوونکي او یو د پاخه عمر کس مړه شوي او لسګونه نور ټپیان دي. د الجزیرې د راپور له مخې، د اوګانډا پولیسو ویلي چې دغه پېښه د پنجشنبې په ماښام (د جولای ۱۷مه) د اوګانډا او کینیا پولې ته نږدې د کاپچوروا ولسوالۍ اړوند د «چکواتیت» کلي ته څېرمه شوې ده. د پولیسو د معلوماتو له مخې، د «کینګ ډیویډ جونیر» ښوونځي بس د «سیپي» له ابشارونو د بېرته ستنېدو پر مهال د کامپالا ښار پر لور روان و چې چلوونکي یې پر موټر کنټرول له لاسه ورکړ. بس لومړی له یوې لویې ډبرې سره ټکر کړی او وروسته له سړکه وتلی او چپه شوی دی. د اوګانډا چارواکو ویلي چې په دې پېښه کې ۲۰ زده‌کوونکي او یو د پاخه عمر سړی مړه شوي دي. همداراز، له ۱۲ ډېر زده‌کوونکي او درې نور کسان ټپیان دي. د اوګانډا د سیمه‌ییز حکومت وزیر بالاام باروگاهارا اتیني ویلي، له ۲۸ ډېر ماشومان په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي او د نهو کسانو روغتیايي وضعیت نازک دی. چارواکو تر اوسه د مړه شوو زده‌کوونکو هویت او عمرونه نه دي خپاره کړي، خو د هغوی په وینا، هغه…

Quick facts

LocationKabul
TopicHealth
Sources1
Updated2026-07-18 05:07:48

Timeline

  1. Pajhwok

    اوګانډا کې د زده‌کوونکو یوه بس چپه کېدو پېښه کې ۲۱ کسان مړه شوي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-18 09:35:06

اوګانډا کې د زده‌کوونکو یوه بس چپه کېدو پېښه کې ۲۱ کسان مړه شوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button