EconomyKabulافغانستاندری

د افغانستان د سوداګرۍ خونې رییس او د هند سفیر د اقتصادي اړیکو… — Pajhwok

در حال تکمیلEconomyKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-18 06:27:34🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۵): د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د دې خونې رییس او په کابل کې د هند سفیر د صادراتو د زیاتوالي، لوژستیکي اسانتیاوو د ښه‌والي، سوداګریزو خنډونو لرې کولو او سوداګرو ته د ویزو په اخیستو کې د اسانتیا په اړه خبرې کړې دي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې خونې عمومي رییس سیدکریم هاشمي نن په کابل کې د هند له سفیر یتین پټېل سره لیدلي دي. د خبرپاڼې له مخې، هاشمي په دې لیدنه کې د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو او پانګیزو اړیکو پر پراختیا، د سوداګریزو بهیرونو پر اسانتیا، د اداري خنډونو پر لرې کولو او د خصوصي سکټور د بنسټونو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی. هغه هند ته د خپل وروستي سفر لاسته‌راوړنو ته په اشاره، د کرنیزو محصولاتو، لاسي صنایعو، کانونو او معدني توکو د صادراتو برخو کې د اقتصادي همکاریو د دوام غوښتنه کړې ده. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس دغه‌راز د هدفمنو بازارونو پراختیا، د لوژستیکي زیربناوو ښه‌والی او د سوداګریزو ویزو کې د اسانتیا موارد د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي لپاره وړاندیز کړي دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې د هند سفیر د دغو وړاندیزونو هرکلی کړی او په یادو برخو کې یې د همکاریو د پراختیا لپاره د خپل…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-18 06:27:34

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د افغانستان د سوداګرۍ خونې رییس او د هند سفیر د اقتصادي اړیکو پر پراختیا غږېدلي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-18 10:56:39

د افغانستان د سوداګرۍ خونې رییس او د هند سفیر د اقتصادي اړیکو پر پراختیا غږېدلي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button