Summary: د افغانستان اسلامي امارت د دفاع وزارت، د عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه ییزو زدهکړو له قوماندانۍ څخه د لسګونو منسوبینو د فراغت خبر ورکړی دی. د دفاع وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي: "د دفاع وزارت د سیمهيیزو قطعاتو او قول اردوګانو ۹۵ ځوان منسوبین د حضرت عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه يیزو ګډو زدهکړو قوماندانۍ اړوند د جګړه يیزو ځواکونو ښوونځي د «بيام۲۱» چهل میلې دستګاه له څلور میاشتنیو مسلکي زدهکړو وروسته؛ نن د جګړه يیزو ګډو زدهکړو له قوماندانۍ څخه فارغ شول." مسوولینو فارغانو ته په خطاب کې ویلي دي: "په مسلکي برخو کې په ترلاسه شویو زدهکړو بسنه مه کوئ؛ د عصري ټکنالوژۍ، وسلو او وسایلو کارول په ښه او مسلکي ډول زده کړئ؛ زموږ هدف دا دی چې یو قوي او منظم ځواک ولرو چې د اسلامي نظام دفاع او ساتنه وکړي." فارغانو هم د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا، نوامیسو او اسلامي ارزښتونو د دفاع او ساتنې لپاره بشپړ چمتووالی ښودلی دی.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
لسګونه منسوبين د حضرت عبدالله بن مسعود (رض) له قوماندانۍ څخه فارغ شول
منابع
Afghan sources
لسګونه منسوبين د حضرت عبدالله بن مسعود (رض) له قوماندانۍ څخه فارغ شول