EnglishNewsافغانستان

لسګونه منسوبين د حضرت عبدالله بن مسعود (رض) له قوماندانۍ څخه فارغ شول — Bakhtar

DevelopingNews1 SourcesUpdated: 2026-07-18 19:52:27🎙 Listen to radio

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د دفاع وزارت، د عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه ییزو زده‌کړو له قوماندانۍ څخه د لسګونو منسوبینو د فراغت خبر ورکړی دی. د دفاع وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي: "د دفاع وزارت د سیمه‌يیزو قطعاتو او قول اردوګانو ۹۵ ځوان منسوبین د حضرت عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه‌ يیزو ګډو زده‌کړو قوماندانۍ اړوند د جګړه يیزو ځواکونو ښوونځي د «بي‌ام۲۱» چهل میلې دستګاه له څلور میاشتنیو مسلکي زده‌کړو وروسته؛ نن د جګړه‌ يیزو ګډو زده‌کړو له قوماندانۍ څخه فارغ شول." مسوولینو فارغانو ته په خطاب کې ویلي دي: "په مسلکي برخو کې په ترلاسه شویو زده‌کړو بسنه مه کوئ؛ د عصري ټکنالوژۍ، وسلو او وسایلو کارول په ښه او مسلکي ډول زده کړئ؛ زموږ هدف دا دی چې یو قوي او منظم ځواک ولرو چې د اسلامي نظام دفاع او ساتنه وکړي." فارغانو هم د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا، نوامیسو او اسلامي ارزښتونو د دفاع او ساتنې لپاره بشپړ چمتووالی ښودلی دی.

Quick facts

TopicNews
Sources1
Updated2026-07-18 19:52:27

Timeline

  1. Bakhtar

    لسګونه منسوبين د حضرت عبدالله بن مسعود (رض) له قوماندانۍ څخه فارغ شول

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-18 16:31:27

لسګونه منسوبين د حضرت عبدالله بن مسعود (رض) له قوماندانۍ څخه فارغ شول

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button