Summary: ځوانانو ته په ځانګړي تخفيف د لوړو زدهکړو اسانتياوو برابرولو په اړه خبرتيا! د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو ریاست د دولسم ټولګي فارغو ځوانانو او د لوړو زده کړو ټولو مينه والو ته خبر ورکوي، چې د ځوان نسل د ملاتړ او د زده کړو لګښتونو د کمولو په موخه، د هېواد له ۳۰ خصوصي پوهنتونونو سره د همکارۍ هوکړهليكونه لاسليک شوي دي. د دغو هوکړه ليکونو پر اساس، په شرایطو برابر کسان کولای شي چې د هېواد په بېلابېلـو خصوصي پوهنتونونو کې په مختلفو تحصيلي څانګو کې د ځانګړو تخفيفونو په ترلاسه کولو سره نومليکنه وکړي. پته: کابل، د ملک اصغر څلورلارې، د بهرنيو چارو وزارت مخامخ، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو ریاست، پنځم منزل. د نوم ليکنې موده: له ۱۴۰۵/۰۴/۲۳ څخه تر ۱۴۰۵/۰۵/۰۹. د نوم ليکنې لپاره اړین اسناد: د تابعیت تذکرې فوتوکاپي او دوه قطعې عکسونه.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبرتيا