Healthافغانستانپښتولوګر

د هېواد دفاع وزارت د ګڼ شمېر قاچاقي توکو د کشف خبر ورکړ — Bakhtar

روان خبرHealthلوګر1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-18 19:52:30🎙 راډیو واورئ

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د دفاع وزارت، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ګڼ شمېر قاچاقي توکو د کشف او ترلاسه کولو خبرو ورکړی دی. په هغې خبرپاڼه کې چې نن یاد وزارت خپره کړې ده؛ راغلي دي: "د افغانستان اسلامي امارت د دفاع وزارت اړوند مرکزي او ساحوي قول اردوګانو او قطعاتو د مسئولیت په ساحو کې د افغان دفاعي ځواکونو له لوري د تېرې یوې میاشتې په بهیر کې د هېواد په بېلابېلو سرحدي سیمو کې د کشفي راپورنو په پایله کې؛ ګڼ شمېر قاچاقي توکي، طبي درمل، نقلیه وسایط او وسلې کشف او ترلاسه شوې دي چې ٩ کارټنه ډول ډول روغتیایي درمل او طبي توکي، ٢٣ بنډله ثاینه سوز، ۲۳۰۰ ګرامه اپین، ١٨کیلوګرامه شیشه، اته کلاشینکوفونه، دوه روسي پیکاوې، اووه میله «ام۴»، ١٢ تومانچې، ۲۶۲ ډول ډول ثقيله مرمۍ، شپږ موټرسایکلونه او ۵۶ موټر او د موټرو پرزې شاملې دي."د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ د یادو قاچاقي توکو په تړاو ۱۶ تنه نیول شوي چې غوښتل یې یاد توکي په غیرقانوني ډول له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته انتقال کړي.هېره دې نه وي چې نیول شوي کسان له لومړنیو څېړنو وروسته، اړوندو عدلي او قضايي مراجعو ته سپارل شوي دي.

لنډ معلومات

ځایلوګر
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-07-18 19:52:30

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د هېواد دفاع وزارت د ګڼ شمېر قاچاقي توکو د کشف خبر ورکړ

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-18 10:36:41

د هېواد دفاع وزارت د ګڼ شمېر قاچاقي توکو د کشف خبر ورکړ

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button