KabulPoliticsافغانستانپښتو

لبناني چارواکي: اسرائیل د لبنان په سوېل کې درې نور ښوونځي ویجاړ کړل — Pajhwok

روان خبرPoliticsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-19 05:02:04🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۵): الجزیرې د لبناني چارواکو په حواله راپور ورکړی چې اسرائیلي پوځ د لبنان په سوېل کې درې ښوونځي ویجاړ کړي او له دې سره په دغه سیمه کې د بشپړو ویجاړو شوو ښوونځیو شمېر لږ تر لږه شلو ته رسېدلی دی. الجزیرې د لبنان د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزیرې ریما کرامي په حواله راپور ورکړی چې اسرائیلي ځواکونو د یادو درېیو ښوونځیو وسایل لوټ کړي او وروسته یې د چاودېدونکو توکو په وسیله ودانۍ ویجاړې کړې دي. د کرامي په وینا، دغه درې ښوونځي په لبنان کې د جګړې پر مهال د ویجاړ شوو ښوونیزو مرکزونو مخ پر ډېرېدونکي لېست ته ورزیات شوي دي. د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) مخکې ویلي وو چې په لبنان کې ۱۷ ښوونځي په بشپړه توګه ویجاړ شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور زیانمن شوي دي. د درېیو نورو ښوونځیو له ویجاړېدو سره، د بشپړو ویجاړو شوو ښوونځیو شمېر لږ تر لږه ۲۰ ته رسېدلی دی. یونسکو همدارنګه ویلي چې شاوخوا ۵۰۰ زره لبناني ماشومان د جګړې له امله له زده‌کړو پاتې شوي او د زده‌کړو د بهیر دوامداره ګډوډي کولای شي د هغوی پر وده او هوساینې اوږدمهاله اغېزې ولري. الجزیرې زیاته کړې چې د لبنان د پوهنې وزیرې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې پر اسرائیل فشار راوړي، څو پر…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-07-19 05:02:04

مهالوېش

  1. Pajhwok

    لبناني چارواکي: اسرائیل د لبنان په سوېل کې درې نور ښوونځي ویجاړ کړل

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-19 09:31:02

لبناني چارواکي: اسرائیل د لبنان په سوېل کې درې نور ښوونځي ویجاړ کړل

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button