سندرېشعرونه

له شونډو نه وه له بڼو او له رخساره نه وه – ښکلی شعر او سندره

شاعر: دروېش درانی

سندرغاړی: رحمت احساس

له شونډو نه وه، له بڼو او له رخساره نه وه

زما ګیله له خپله بخته وه ، له یــــاره نه وه

ستا په تندي کې به مې خپله څهره وکتله

په کومه ورځ چې به له ما سره هنداره نه وه

دا رنګه شپه وۀ چې په سر باندې مو ستوري نه ؤ

داسې مزل ؤ چې تر پښو لاندې مو لاره نه وه

زه چې تر تا پورې در تلم رقیب ونه لیدمه

په دغه لاره بلا وۀ، مګر بیداره نه وه

یو په قبرونو کې راغلي تر دې ځایه پورې

دروېشه دا ځل د وطن مځکه هواره نه وه

اړوندې مقالې

Back to top button