EnglishPoliticsافغانستانپنجشېر

په پنجشېر کې د توتو او غنمو حاصلات زیات شوي؛ ۱۳۰ ټنه ګیلاس… — Pajhwok

DevelopingPoliticsپنجشېر1 SourcesUpdated: 2026-07-19 12:12:18🎙 Listen to radio

پاراخ (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۵): چارواکي وایي، په پنجشېر کې سږ کال د تېر کال په پرتله د توتو حاصلات نږدې ۱۵ سلنه او د غنمو حاصلات ۱۸ سلنه زیات شوي؛ دغه راز، د دغه ولایت ۱۳۰ ټنه ګیلاس روسیې او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته صادر شوي دي. د پنجشېر ولایت مقام رسنیز دفتر د خبرپاڼې له مخې، د حاصلاتو دغه زیاتوالی د کرنیزو پراختیایي پروژو د پلي کېدو، د بڼوالۍ د پراختیا، د اوبو لګولو کانالونو د جوړولو او بیارغونې او له بڼوالو د ملاتړ پایله ده. سرچینې د جزییاتو له ورکولو پرته ویلي چې سږ کال په دغه ولایت کې د غنمو حاصلات د تېر کال په پرتله ۱۸ سلنه زیات شوي دي. د پنجشېر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس قاري فضل‌الله دیوبند ویلي، سږ کال په دغه ولایت کې د توتو د باغونو مساحت شاوخوا ۱۴۰۰ هکټاره و او حاصلات یې د ۱۴۰۴ کال له ۳۵۰۰ مټریک ټنو څخه شاوخوا ۴۰۲۳ مټریک ټنو ته لوړ شوي دي. د هغه په وینا، د هوا مناسب شرایط، د حاصلاتو راټولولو په موسم کې د باران نه ورېدل، د مېوو وچولو ماشینونو وېش او د اوبو لګولو کانالونو پراختیا د توتو د حاصلاتو د زیاتوالي مهم لاملونه دي. ده زیاته کړې چې په دغه ولایت کې د توتو بېلابېل ډولونه شته. په خبرپاڼه کې راغلي، سږ کال…

Quick facts

Locationپنجشېر
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-07-19 12:12:18

Timeline

  1. Pajhwok

    په پنجشېر کې د توتو او غنمو حاصلات زیات شوي؛ ۱۳۰ ټنه ګیلاس هم صادر شوي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-19 16:40:35

په پنجشېر کې د توتو او غنمو حاصلات زیات شوي؛ ۱۳۰ ټنه ګیلاس هم صادر شوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button