د طالبانو دعامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال حمدالله زاهد ازبکستان ته د خپل سفر په لړ کې د دغه هېواد د عامې روغتیا له چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د درملو، طبي تجهیزاتو او روغتیايي محصولاتو په برخو کې د همکاریو، او د تخنیکي ظرفیتونو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي. اسلام جار د سوداګرو او د سون توکو له کاروباریانو سره په ناسته کې ویلي، سوداګر دې د اقتصادي او معیشتي ستونزو پرمهال د خلکو تر څنګ ودرېږي او د مسولینو په همکارۍ دې د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو، د ستونزو د کمولو او په بازار کې د ثبات د ساتلو لپاره اغېزمن رول ولوبوي. په هرات د طالبانو د رسنیز دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې سوداګرو ژمنه کړې چې په راتلونکو ورځو کې به د لا ډېرو هڅو او اړینو تدابیرو په نیولو سره د پټرولو، ډیزلو او ګازو د بیو د راکمولو او د بازار د ثبات لپاره همکاري وکړي. دا په داسی حال کې ده چې په وروستیو ورځو کې د هرات په ګډون یو شمېر نورو ولایتونو کې د پټرولو، ډیزلو او ګازو د بیو د لوړېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. څو ورځې وړاندې د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د ښځو د پیاوړتیا نهم اسلامي کنفرانس د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې جوړ کړ. په دغه کنفرانس…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
له پاکستان سره د لارو بندښت؛ طالبان له ازبکستان سره د درملو د همکاریو پر زیاتولو غږېدلي
سرچینې
Afghan sources
له پاکستان سره د لارو بندښت؛ طالبان له ازبکستان سره د درملو د همکاریو پر زیاتولو غږېدلي