د هرات لپاره د طالبانو والي د سوداګرو او پمپ سټېشنونو له استازو سره په غونډه کې ټینګار کړی، چې په بازارونو کې د ګازو، پټرولو او ډیزلو بیې باید راکمې شي. اسلام جار ویلي، د تېلو او ګازو له احتکار کوونکو سره به قانوني چلند وکړي. څو ورځې وړاندې د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د ښځو د پیاوړتیا نهم اسلامي کنفرانس د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې جوړ کړ. په دغه کنفرانس کې د اسلامي هېوادونو د ښځو او کورنیو چارو وزیرانو او لوړپوړو استازو ګډون کړی و. د غونډې اصلي موضوع په اسلامي هېوادونو کې د ښځو ټولنیزه، اقتصادي او سیاسي پیاوړتیا، د زدهکړو فرصتونو پراختیا، د مهارتونو لوړول او په اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د ښځو د ونډې زیاتول وو. د اسلامي همکاریو سازمان ویلي، د دې کنفرانس موخه د مسلمانو ښځو د ملاتړ لپاره د ګډو تګلارو او عملي لارو چارو رامنځته کول دي. خو د طالبانو د حکومت په جوړښت کې د ښځینه چارواکو د نشتوالي له امله، افغانستان په دې غونډه کې رسمي ښځینه استازې نه درلوده. د کنفرانس په وروستۍ اعلامیه کې په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر کار لګېدلي محدودیتونه د اسلامي ارزښتونو، د ښځو د کرامت او حقونو خلاف وبلل شول. ګډونوالو د افغان ښځو د زدهکړو، کار او ټولنیز ګډون د حقونو د خوندي…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
په هرات کې د طالبانو والي له احتکار کوونکو سره د قانوني چلند خبرداری ورکړ
سرچینې
Afghan sources
په هرات کې د طالبانو والي له احتکار کوونکو سره د قانوني چلند خبرداری ورکړ