Summary: د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق الله خالد، د افغانستان د تمویلاتو د تضمین بنسټ (ایسيجياف) له مرستیال ډرک جوزف ټیسن او مل پلاوي سره کتلي دي. د دې کتنې موخه په افغانستان کې د وړو مالي تمویلاتو د تضمین په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو، وړيا مرستو او له تمویلاتي مؤسسو سره د تخنیکی همکاریو رامنځته کول دي. د افغانستان بانک لومړي مرستیال ویلي چې دغه بانک ژمن دی د هېواد د مالي او بانکي سکټور د ودې او پیاوړتیا لپاره مناسب، روڼ او معیاري کاري چاپېریال رامنځته کړي؛ څو له دې لارې هېوادوالو ته د وړو، کوچنیو او منځنیو مالي تمویلاتو د اسانه لاسرسي برابرولو په برخه کې اغېزمن اقدامات ترسره کړي. هغه د ياد بنسټ له استازو څخه غوښتي چې له توپير پرته د هېواد ټولو سیمو او اړوندو ادارو ته د تمویلاتو یو شان خدمتونه وړاندې کړي. دغه راز د افغانستان د تمویلاتو د تضمین بنسټ (ایسيجياف) مرستیال د خپلې ادارې د فعالیتونو، لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات ورکړي او د افغانستان بانک له مشرتابه څخه یې غوښتي چې د کوچنیو، وړو او منځنیو سوداګریزو بنسټونو د تمویل، پراختیا، له اړوندو مالي او بانکي مؤسسو سره د تخنیکي همکاریو د پیاوړتیا، د ګډو پروګرامونو د پلي کولو او د دواړو لوريو ترمنځ د همکاریو د لا پراختیا لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې او اړین دوه اړخیز هوکړهلیکونه لاسلیک شي. دواړو لوريو همدا رنګه د مالي شمولیت د پراختیا، د خصوصي سکټور د ملاتړ او د هېواد د مالي او بانکي سکټور د لا پیاوړتیا په موخه د دوامدارې همکارۍ پر اهمیت ټینګار کړی دی. د افغانستان د تمویلاتو د تضمین بنسټ یوه نړیواله پراختیایي اداره ده چې د افغانستان د کوچنیو، وړو او منځنیو سوداګریزو بنسټونو د تمویل د پراختیا لپاره د بانکونو او مالي مؤسسو تمویلاتو د تضمین، تخنیکي مرستو او ظرفیت لوړونې پروګرامونه پلي کوي او د مالي شمولیت او خصوصي سکټور د ودې په برخه کې فعالیت لري.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
په هېواد کې د تمویلاتو یو شان خدمتونو پر وړاندې کولو ټينګار وشو
منابع
Afghan sources
په هېواد کې د تمویلاتو یو شان خدمتونو پر وړاندې کولو ټينګار وشو