Sportsافغانستانپښتولوګر

افغان ورزشکار مصطفی وکیلي د جوجتسو په نړیوالو سیالیو کې د برنزو مډال… — Bakhtar

روان خبرSportsلوګر1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-19 19:57:25🎙 راډیو واورئ

Summary: د افغانستان د جوجتسو لوبډلې ورزشکار مصطفی وکیلي د قزاقستان په کوربتوب د جوجتسو په نړیوالو سیالیو کې د ۶۹ کیلوګرامه وزن د فول کانتکت په سبک کې د برنزو مډال وګاټه. د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې ویلي، چې مصطفی وکیلي خپله لومړۍ سیالي د سیال د نه حاضرېدو له امله په بریا پای ته ورسوله، خو په دویمه سیالۍ کې یې د کوربه هېواد د ورزشکار پر وړاندې له ماتې وروسته، د سیالیو قوانینو له مخې د برنزو مډال خپل کړ.د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، افغانستان په دغو نړیوالو سیالیو کې د دوو ورزشکارانو او یوه روزونکي په ګډون برخه اخیستې وه او د هېواد استازو په بېلابېلو وزني کټګوریو کې سیالۍ ترسره کړې.د یادونې وړ ده، چې د جوجتسو نړیوالې سیالۍ د قزاقستان په کوربتوب د ۴۹ هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون د روانې میلادي میاشتې په ۱۱مه نېټه پیل شوې وې او د جولای په ۱۹مه نېټه پای ته ورسېدې.

لنډ معلومات

ځایلوګر
موضوعSports
سرچینې1
تازه شوی2026-07-19 19:57:25

مهالوېش

  1. Bakhtar

    افغان ورزشکار مصطفی وکیلي د جوجتسو په نړیوالو سیالیو کې د برنزو مډال وګاټه

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-19 11:01:06

افغان ورزشکار مصطفی وکیلي د جوجتسو په نړیوالو سیالیو کې د برنزو مډال وګاټه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button