Summary: د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ د تڼي خېلو په سرحدي سیمه کې یو جامع جومات د نږدې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د یاد ولایت د ارشاد، حج او اوقافو ریاست مطبوعاتي مسوول قاري سعید بلال باختر اطلاعاتي اژانس ته ویلي، چې په جوړو شویو مراسمو کې علماوو او مسوولینو د جوماتونو پر ارزښت، د دیني مرکزونو پر ابادۍ او د ټولنیز یووالي پر پیاوړتیا خبرې وکړې.د نوموړي په وینا، یاد جامع جومات د سیمې خلکو په مالي ملاتړ د نږدې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت پر ۳۵۲ متره مربع ځمکه جوړ شوی، چې د شاوخوا ۵۰۰ لمونځ کوونکو د ځایېدو ظرفیت لري.
اطلاعات کوتاه
مکانخوست
موضوعNews
منابع1
بهروزرسانی2026-07-19 19:57:26
خط زمانی
-
Bakhtar
خوست کې د نږدې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت یو جومات جوړ شو