سندرېشعرونه

د غرونو جينۍ – د صاحب شاه صابر شعر او ښکلې سندره

د زلفو غر په بله واړوي د غرونو جینۍ

وخاندي بلې کړي لمبې په چنارونو جینۍ

راشي له ځان سره بادونه د سپرلي راولي

خدای جوړه کړې د ګلونو د رنګونو جینۍ

اوس ټوله شپه سازونه اورمه سندرې لیکم

مینه شوې په سندرو په سازونو جینۍ

ناجوړه نده خو زما روغې راستۍ وهلې

هسې دې نه ګرځي په نورو زیارتونو جینۍ

اړوندې مقالې

Back to top button