Kabulافغانستانامنیتپښتو

د امریکا په اریزونا ایالت کې د ډزو پېښه؛ لس کسان ټپیان شوي… — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-20 04:57:12🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۵): را راپورونو له مخې، د امریکا د اریزونا ایالت د توسان ښار په یوه سوداګریزه سیمه کې د ډزو په یوه پېښه کې لس کسان ټپيان شوي دي. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دا پېښه پرون شپه ناوخت دوه بجې د توسان ښار مرکز ته نږدې شوې ده. د توسان د پولیسو ویاند فرانک ماګوس ویلي، پولیس د ډزو غږ له اورېدو وروسته سیمې ته ورسېدل او وروسته له هغه چې شکمن کس د دوی پرله‌پسې سپارښتنو ته پاملرنه ونه کړه، ډزې یې پرې وکړې. د هغه په خبره، شکمن کس د سختو ټپونو له امله روغتون ته لېږدول شوی دی. همدارنګه، نهه نور کسان د پولیسو له رسېدو مخکې ټپیان شوي وو او په نازک حالت کې روغتونونو ته انتقال شوي دي. ټول ټپیان لویان دي او پولیسو ته کوم زیان نه دی اوښتی. د «وسله‌والو تاوتریخوالو د ارشیف» د شمېرو له مخې، له دې پېښې سره له روان میلادي کال راهیسې په امریکا کې د ډله‌ییزو ډزو پېښو شمېر ۲۵۷ ته رسېدلی دی.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-20 04:57:12

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د امریکا په اریزونا ایالت کې د ډزو پېښه؛ لس کسان ټپیان شوي دي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-20 09:26:33

د امریکا په اریزونا ایالت کې د ډزو پېښه؛ لس کسان ټپیان شوي دي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button