EnglishNewsافغانستانلغمان

لغمان کې جوړ شوی د چرګانو تازه فارم هره ورځ شاوخوا ۳۰۰۰ هګۍ… — Bakhtar

DevelopingNewsلغمان1 SourcesUpdated: 2026-07-20 07:57:28🎙 Listen to radio

Summary: د لغمان ولایت د چرګانو فارم لرونکو اتحادیې مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د قرغیو ولسوالۍ په سرخکانو سیمه کې د یوه خصوصي پانګوال له لوري د ۷.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د کورنیو چرګانو د پالنې او د هګیو د راټولولو یو فارم جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. د اتحادیې مشر ډاکټر حبیب‌الله نیازي باختر اطلاعاتي آژانس ته ویلي، چې یاد فارم د ۱۰ زره چرګو د پالنې ظرفیت لري، خو اوس مهال په یاد فارم کې ۵۵۰۰ کورنۍ چرګې ساتل کېږي او هره ورځ شاوخوا ۳۰۰۰ هګۍ راټولېږي او بازار ته وړاندې کېږي.هغه زیاته کړه، چې په دغه فارم کې اووه کسانو ته په مستقیم ډول او لسګونو نورو ته په غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.د نوموړي په خبره، که څه هم په لغمان کې ورته نور واړه فارمونه هم فعالیت لري، خو دا لومړی فارم دی چې په دومره لویه کچه جوړېږي.نوموړي له نورو پانګوالو هم وغوښتل، چې د چرګانو د پالنې او نورو برخه کې پانګونه وکړي او ډاډ یې ورکړ، چې اتحادیه به ورسره هر ډول همکاري وکړي.په همدې حال کې د فارم د ساتنې او پالنې مسوول اکرام‌الله وویل، چې هره ورځ شاوخوا ۳۰۰۰ هګۍ راټولېږي او د هېواد بازارونو ته وړاندې کېږي.د هغه په وینا، پخوا به د هېواد د هګیو اړتیا تر ډېره د وارداتو له لارې پوره کېده، خو اوس د کورنیو فارمونو تولیدات د بازار د اړتیا یوه مهمه برخه برابروي.

Quick facts

Locationلغمان
TopicNews
Sources1
Updated2026-07-20 07:57:28

Timeline

  1. Bakhtar

    لغمان کې جوړ شوی د چرګانو تازه فارم هره ورځ شاوخوا ۳۰۰۰ هګۍ راټولوي

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-20 06:30:57

لغمان کې جوړ شوی د چرګانو تازه فارم هره ورځ شاوخوا ۳۰۰۰ هګۍ راټولوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button