Summary: د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې د انصار صنعتي مسلخ له لوري ۹.۴ ټنه وزن په لرلو سره ایران ته د غوښې دویمه جوپه صادره شوه. د یاد ریاست د مالدارۍ چارو امر مولوي عمر قاصد د باختر اطلاعاتي اژانس خبریال ته ویلي، چې له دې ولایت څخه د غوښې د صادراتو بهیر دوام لري او د لا بازارموندنې هڅې چټکې شوې دي.ورته مهال د یاد مسلخ مسوولین وایي، دغه مسلخ چې له ۱۰ کلونو څخه ډېره مخینه لري له ۲۰۰ څخه زیاتو کسانو ته یې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړې ده.د دوی په خبره، یاد مسلخ چې د ۵ میلیونه ډالرو په پانګونې جوړ شوی هره ورځ پکې ۷۰۰ څاروي تر معاینې او د وترنر ډاکټرانو له تایید وروسته غوښه بازار ته وړاندې کوي.د هرات ځايي مسوولین هیله څرګندوي چې د تولیدي ظرفیتونو په لوړولو او د لازمو اسانتیاوو په برابرېدو سره به په راتلونکي کې ګاونډیو هېوادونو ته د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو صادرات نور هم زیات شي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
ایران ته د غوښې دویمه جوپه صادره شوه