KabulSportsافغانستاندری

کابل کې د بدن ښکلا او فټنس ملي ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې — Pajhwok

در حال تکمیلSportsKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-20 10:42:45🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۵): د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست وایي، د کابل په ګډون د ۲۱ ولایتونو د ۲۰۹ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنس د ۱۹م پړاو ملي ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې. د یاد ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سیالۍ د بدن ښکلا او فټنس ملي فدراسیون په همغږۍ نن د هېواد ورزش ادارې په ۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې پیل شوې. د سرچینې په وینا، یادې سیالۍ د بدن ښکلا په برخه کې له ۵۵ تر +۹۵ کیلوګرامه بېلابېلو وزني کټګوریو او د فټنس په برخه کې له ۱۶۵ تر +۱۸۵ سانتي‌متره قد لرونکو ورزشکارانو ترمنځ ترسره کېږي. خبرپاڼه زیاتوي، یادې سیالۍ به دوه ورځې دوام وکړي او په پای کې به ۶۰ ورزشکاران د فټنس او ۵۰ نور د بدن ښکلا په برخه کې د هېواد ملي لوبډلې ته وټاکل شي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSports
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-20 10:42:45

خط زمانی

  1. Pajhwok

    کابل کې د بدن ښکلا او فټنس ملي ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-20 15:11:26

کابل کې د بدن ښکلا او فټنس ملي ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button