Englishافغانستانامنیتبلخ

انډي برنام د بریتانیا د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو — AF International

DevelopingSecurityبلخ1 SourcesUpdated: 2026-07-20 13:36:12🎙 Listen to radio

انډي برنام په رسمي ډول د بریتانیا ۵۹م لومړی وزیر وټاکل شو. هغه د بکینګهم ماڼۍ په یوه خصوصي لیدنه کې د بریتانیا د پاچا درېیم چارلز له خوا د نوي حکومت د جوړولو دنده ترلاسه کړه. بلخوا اقتصادي شنونکي خبرداری ورکوي، که جګړه نوره هم پراخه شي د انرژۍ نړۍوال بازارونه به له لا ډېرو فشارونو سره مخ شي. رویټرز د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۹مه) راپور ورکړی، چې د امریکا له‌خوا پر ایران د پرله‌پسې نهمې ورځې بریدونو او د ایران له غبرګون وروسته د خلیج په سیمه کې کړکېچ زیات شوی او ورسره په نړۍوالو مالي بازارونو کې هم اندېښنې ډېرې شوې دي. د راپور له مخې؛ د برېنټ خامو تېلو بیه ۲.۴ سلنه لوړه شوې او ۹۰.۱۸ ډالرو ته رسېدلې ده. همداراز د امریکا د خامو تېلو بیه هم ۲.۱ سلنه لوړه شوې او ۸۴.۱۸ ډالرو ته رسېدلې ده. رویټرز د پانګونې د ستراتېژۍ شنونکی شېن اولیور په حواله لیکلي، که د هرمز تنګی د اوږدې مودې لپاره وتړل شي او جګړه پراخه شي؛ د تېلو بیه ښايي په هر بېرل کې تر ۱۵۰ ډالرو لوړه شي. بلخوا اقتصادي کارپوهان وایي، د انرژۍ د بیو لوړېدو د انفلاسیون د بیا زیاتېدو اندېښنې راپارولې دي. د دوی په باور؛ که د تېلو بیې همداسې لوړې پاتې شي، د امریکا مرکزي بانک ښايي د سود کچه لوړه…

Quick facts

Locationبلخ
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-07-20 13:36:12

Timeline

  1. AF International

    انډي برنام د بریتانیا د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-07-20 12:11:25

انډي برنام د بریتانیا د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button