په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مېشت ځایونو ادارې (یواین-هابیتات) وايي، چې د افغانستان ډېری ښارونه د برښنا له جدي کمښت سره لاس او ګرېوان دي. د دغې ویلي، پرلهپسې پرچاوۍ د کورنیو د ژوند او د ځوانانو د زدهکړو د ګډوډېدو ترڅنګ، سوداګریزو چارو ته هم سخت زیان اړولی دی. هغه وایي، د باران اوبه د خېمو دننه راټولې شوې چې له امله یې بسترې، جامې او نور اړین توکي لمده شوي؛ ښځې، ماشومان او سپینږېري اړ شوي چې څو ساعته په لمده او نامناسب چاپېریال کې تېر کړي.د کډوالو په خبره؛ په پنډغالي کې د اوبو د اېستلو مناسب سیستم نهشته، له همدې امله ان عادي باران هم د بشري ستونزو لامل ګرځي. په دغه پنډغالي کې مېشتو ګڼو کورنیو ویلي، د باران پرمهال کوچني ماشومان د لمدېدو له امله ناروغ شوي او ښځې د ماشومانو د ساتنې، د خوړو برابرولو او د ورځنیو اړتیاوو پوره کولو پرمهال له سختو ستونزو سره مخ دي.د روغتیايي خدمتونو محدود لاسرسی او د بېړنیو مرستو کمښت وضعیت لا پسې کړکېچن کړی دی. دغه پنډغالي کې مېشتې مېرمنې زرمینې افغان افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي: «له سهاره روان باران زموږ خېمه په بشپړه توګه له اوبو ډکه کړه. د ماشومانو جامې، بسترې او د خوراکي توکو ډېره برخه مو لمده شوه. ورځ مو په وېره او اندېښنه کې تېره کړه….
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
ملګري ملتونه: په افغانستان کې د برېښنا د بحران یوازینۍ حللاره لمریزه انرژي ده
منابع
Afghan sources
ملګري ملتونه: په افغانستان کې د برېښنا د بحران یوازینۍ حللاره لمریزه انرژي ده