EnglishNewsافغانستان

د کتاب ارزونې کمېسيون نوبتي ناسته ترسره شوه — Bakhtar

DevelopingNews1 SourcesUpdated: 2026-07-20 20:02:13🎙 Listen to radio

Summary: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي ناسته ترسره شوه. ‏ په دې ناسته کې د یو شمېر کتابونو په اړه پرېکړې شوې او هغو کتابونو ته چې له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم لیکل شوي؛ د چاپ اجازه ورکړل شوې ده. په ناسته کې همدا رنګه له چاپ مخکې ۱۵ عنوانه کتابونه او آثار د ارزونې او کتنې په موخه د کمېټې غړيو ته سپارل شوي چې په راتلونکې ناسته کې یې راپورونه وړاندې کړي. په ناسته کې د آغاخان بنسټ (AKDN) اړوند کتابونو په اړه هم بحث شوی او اړینې پرېکړې شوې دي. د ناستې په پای کې، د «رویاها» په نوم د کیسې له لیکوال سره لیدنه شوې او د دغه اثر د چاپ په اړه ورسره خبرې شوې دي چې د مسئولینو له لوري يې د چاپ په برخه کې د همکارۍ ژمنه شوې ده.

Quick facts

TopicNews
Sources1
Updated2026-07-20 20:02:13

Timeline

  1. Bakhtar

    د کتاب ارزونې کمېسيون نوبتي ناسته ترسره شوه

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-20 14:03:36

د کتاب ارزونې کمېسيون نوبتي ناسته ترسره شوه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button