EnglishSportsافغانستانننګرهار

کرکټ بورډ په ننګرهار کې هم د ۱۹ کلنې لوبډلې لپاره د لوبغاړو… — Bakhtar

DevelopingSportsننګرهار1 SourcesUpdated: 2026-07-20 20:02:14🎙 Listen to radio

Summary: د افغانستان کرکټ بورډ د ۱۹ کلنې لوبډلې لپاره د ځوانو او وړ لوبغاړو د غوراوي بهیر دویم پړاو له خوست وروسته په ننګرهار کې پیل کړی، چې په ترڅ کې به یې ۳۳ غوره شوي لوبغاړي د تخنیکي روزنې، فزیکي چمتووالي او تمریناتي سیالیو له ارزونې وروسته لوبډلې ته وټاکل شي. کرکټ بورډ وايي، چې د غوراوي بهیر د لومړنیو سیالیو له ۶۴ ګډونوالو څخه ۳۳ تنه لوبغاړي د خپلمنځي ارزونو او سیالیو له لارې د ننګرهار کمپ ته غوره شوي دي. ټاکل شوې چې دغو لوبغاړو ته د بېلابېلو روزونکو له لوري د تخنیکي مهارتونو د لوړولو او فزیکي چمتووالي ځانګړې روزنه ورکړل شي. د روزنیز پروګرام ترڅنګ به دوه تمریناتي او پنځه ارزونیزې سیالۍ هم ترسره شي، څو د لوبغاړو وړتیاوې په عملي ډول وارزول شي. د مهارت لوړونې او فزیکي چمتووالي روزنیزې برنامې د ننګرهار په نجیب الله تره ‌کي کرکټ لوبغالي او د غوراوي سیالۍ د غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي. دغه پروګرام د جولای له لومړۍ نېټې پیل شوی او د اګست تر پنځمې نېټې پورې به دوام ولري. د کرکټ بورډ په وینا، د غوراوي د ټولو پړاوونو تر بشپړېدو وروسته به د غوراوي کمېټه او روزنیزه ډله د ارزونو پر بنسټ د افغانستان د ۱۹ کلنې لوبډلې وروستی نوملړ اعلان کړي.

Quick facts

Locationننګرهار
TopicSports
Sources1
Updated2026-07-20 20:02:14

Timeline

  1. Bakhtar

    کرکټ بورډ په ننګرهار کې هم د ۱۹ کلنې لوبډلې لپاره د لوبغاړو د غوراوي بهیر پيل کړ

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-20 13:21:42

کرکټ بورډ په ننګرهار کې هم د ۱۹ کلنې لوبډلې لپاره د لوبغاړو د غوراوي بهیر پيل کړ

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button