Summary: د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ په اتحاد، وحدت او زاوه وال سیمو کې د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو د درېیو شبکو د جوړولو چارې پیل شوې. د ننګرهار د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي دفتر باختر اطلاعاتي اژانس ته ویلي، چې یادې پروژې د افغانستان د بشري مرستو صندوق په مالي ملاتړ د ۶.۶ میلیونه افغانیو په لګښت پلې کېږي.د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې د ۱۲۰ مترو په ژوروالي د درېیو څاه ګانو کیندل، د اوبو درې زېرمو جوړول، د شپږ کیلومتره په اوږدوالي د اوبو نللیکو غځول، د ۶۷۵۰ واټه لمریزو تختو او ۲۱۰ شیردهنونو نصب شامل دی.سرچینه زیاتوي، چې د دغو شبکو د جوړولو پر مهال لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي او د پروژو له بشپړېدو وروسته به د سیمې ۳۶۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.د مسوولینو په وینا، د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو د پاکو اوبو ستونزې تر ډېره هوارې او د روغتیايي وضعیت په ښه والي کې به مهم رول ولوبوي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
ننګرهار کې د ۳۶۰ کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو درې شبکې جوړېږي
Sources
Afghan sources
ننګرهار کې د ۳۶۰ کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو درې شبکې جوړېږي