EconomyEnglishافغانستانکندز

کندز کې د ۴۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د سنوکر معیاري کلب… — Bakhtar

DevelopingEconomyکندز1 SourcesUpdated: 2026-07-20 20:02:16🎙 Listen to radio

Summary: د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د محمد داود محمدي او محمد اقبال په مالي پانګونه، د ۴۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د سنوکر یو معیاري کلب د دغه ولایت په مرکز کې پرانیستل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د باختر اطلاعاتي اژانس د خبر له مخې، یاد کلب پنځه معیاري سنوکر مېزونه لري او د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش رئیس قاري عزت‌الله سنان، د ورزشي چارو امر محمد قیوم رحیمي، سیمه‌ییزو مسوولینو، ورزش‌پالو او ګڼ شمېر ځوانانو په حضور کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.د مسوولینو په وینا، د دغه کلب په پرانیستل کېدو سره به د سنوکر ورزش د ودې، ورزشکارانو ته د معیاري اسانتیاوو د برابرولو او د ځوانانو د سالمو ورزشي فعالیتونو د پراختیا لپاره مناسب فرصتونه رامنځته شي.د یادونې وړ ده، چې په وروستیو کلونو کې په هېواد کې د بېلابېلو ورزشي څانګو ترڅنګ د سنوکر ورزش هم د پراختیا په حال کې دی او د خصوصي پانګوالو پانګونه د ورزشي زیربناوو په پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي.

Quick facts

Locationکندز
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-07-20 20:02:16

Timeline

  1. Bakhtar

    کندز کې د ۴۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د سنوکر معیاري کلب پرانیستل شو

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-20 11:29:26

کندز کې د ۴۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د سنوکر معیاري کلب پرانیستل شو

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button