د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت وایي، د تخار پوهنتون له اتو پوهنځیو او ۲۶ څانګو څخه ۸۰۴ تنه زده کړیالان فارغ شوي. خو د دې پوهنتون د فراغت په مراسمو کې یوازې نارینه زده کړیالان شامل وو، ځکه طالبان لا هم ښځینهوو ته د لوړو زدهکړو اجازه نه ورکوي. په افغانستان کې د یونیسف استازي، تاجالدین اویوواله، د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۹مه، په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې دغه روغتیايي خدمتونه د هغو کورنیو د ملاتړ لپاره برابر شوي چې روغتیايي پاملرنې ته جدي اړتیا لري. د هغه په وینا، د دوامدارو روغتیايي خدمتونو وړاندې کول د ماشومانو د ژوند په ټولو پړاوونو کې د روغتیايي پاملرنې د تضمین په معنا دي او د ماشومانو او کورنیو د هوساینې لپاره مهم رول لري. یونیسف ویلي، د دې ادارې موخه دا ده چې کورنۍ، په ځانګړي ډول ماشومان، د لومړنیو او اړینو روغتیايي خدمتونو دوامداره لاسرسي ته لاسرسی ولري. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د راستنېدونکو د شمېر له زیاتېدو او روان بشري بحران سره مخ دی، او مرستندویه بنسټونه خبرداری ورکوي چې د روغتیايي خدماتو د دوام لپاره لا هم پراخو نړیوالو مرستو ته اړتیا شته. د دې ادارې د افغانستان څانګې په یوه پیغام کې د مړو شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د…
Quick facts
Timeline
-
AF International
له تخار پوهنتون ۸۰۴ محصلین فارغ شول؛ خو د ښځینهوو د زدهکړو دروازې لا هم تړلې دي
Sources
Afghan sources
له تخار پوهنتون ۸۰۴ محصلین فارغ شول؛ خو د ښځینهوو د زدهکړو دروازې لا هم تړلې دي