کابل (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵): د افغانستان د پهلوانۍ او غېږنیولو لومړۍ پړاو غوره لیګ سیالۍ د یو شمېر ولایتونو د لسو لوبډلو په ګډون په کابل کې پیل شوې. د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یادې سیالۍ د ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې ترسره کېږي او لوبغاړي به له ۵۷ تر ۱۲۵ کیلوګرامه بېلابېلو وزني کتګوریو کې سیالي وکړي. سرچینه زیاتوي، د افغانستان د پهلوانۍ او غېږنیونې غوره لیګ سیالیو کې له بېلابېلو ولایتونو لس لوبډلې برخه لري. خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو سیالیو په پای کې به غوره لوبغاړي وپېژندل شي او د دغه لیګ موخه د هېواد په کچه د استعدادونو موندل دي. د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، یادې سیالۍ به لس ورځې دوام ولري.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
د افغانستان د پهلوانۍ او غېږنیولو لومړی پړاو غوره لیګ سیالۍ پیل شوې
منابع
Afghan sources
د افغانستان د پهلوانۍ او غېږنیولو لومړی پړاو غوره لیګ سیالۍ پیل شوې